IQNA

 د حضرت عباس(ع)د حرم پر ګنبسۍ د ویر بیرغ ورپيد

5:31 - July 09, 2024
د خبر لمبر: 3489503
ایکنا – د محرم الحرام د میاشتې له پیلیدا سره په یووخت د حضرت ابوالفضل العباس علیه السلام د مقدس حرم د ګنبسۍ سور بیرغ  ددغه مقدس آستان له دتولیّت له خوا راټيت او  ددغه حرم دپاسه د ویر او عزا بیرغ نصب شو.

ایکنانیوز د المعراج له قوله راپور راکړ، د حضرت ابوالفضل العباس (ع) د مقدس حرم  عمومی تولیّت مصطفی مرتضی ضیاءالدین ، ددغه مقدس حرم سور بیرغ  له سرۀ بیرغه په تور بیرغ بدل کړ.

د بیرغ بدلول د ۱۴۴۶هجری قمری کال  د محرم الحرام د میاشتې د رارسیدا ښودنه کوي .دغه دستورې د حضرت امام حسین علیه السلام له حرمه پیل شوې او  او د حضرت امام حسین (ع) دحرم د پاسه سور بیرغ په ځاي  تور بیرغ ورپید او لږ وروسته د حضرت عباس علمدار د حرم  بیرغ  د بدلولو دستورې هم ترسره شوې.

دغه دستورې د سپيڅلي حرم  په باب القبله  مرکزی صحن کې ترسره کیږي او  د یوه پخواني دود او دستورو په اساس، سور بیرغ د حضرت عباس علیه السلام  د مقدس حرم د عمومی تولیّت له خوا  راکوز شو او وروسه د هغه په ځاي تور بیرغ په رپيدو سره ، د محرم د  پیلیدا په نښې  او د عزادارۍ د میاشتې په رارسیدا سره  پر ګنبسۍ  دپاسه نوی بیرغ   رپول کیږي.

په تور بیرغ د سره بیرغ بدلول ، د ویر او ماتم د  اعلان  او د محرم الحرام  د میاشتې د رارسیدا   د اعلان نښه ده چې ددغې میاشتې په لسمه ورځ حضرت امام حسین  سره دحضرت عباس علمدار او نورو وفادارو ملګرو  شهیدیږي.

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4225611

captcha